7 دوئ غواړى چې د شريعت اُستاذان جوړ شى، خو هغوئ په خپلو خبرو نۀ پوهيږى چې څۀ وائى خو بيا هم ډېر ډاډه لګيا وى.
د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.
په درېمه ورځ يې هغه د خُدائ په کور کښې ناست وموندلو چې د اُستاذانو سره ناست وو او د هغوئ خبرو ته يې غوږ نيولے وو او تپوسونه يې ترې کول.
بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“
هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو.
زۀ ستاسو نه صرف دا پته کول غواړم چې تاسو په شريعت په عمل کولو روحُ القُدس وموندلو يا مو چې څۀ واورېدل په هغې د ايمان راوړلو په وسيله؟
نو بيا ولې خُدائ پاک تاسو ته روحُ القُدس او د معجزو کولو کار په شريعت د عمل کولو په وجه درکړے دے او يا کۀ د مسيح د زيرى اورېدلو او په هغۀ د ايمان راوړلو په وجه؟
تاسو څوک چې د شريعت تابعدارى کول غواړئ، ما ته دا ووايئ چې ولې تاسو په هغه خبره نۀ پوهېږئ څۀ چې شريعت وائى؟
هغه مغرور دے او په هيڅ نۀ پوهيږى، او هغۀ ته د بحث مباحثى او زبانى تکرار بيمارى ده او د دې په وجه کينه او جګړې او بده وينا او بدګُمانى رامينځ ته کيږى،
داسې ښځې همېشه د زده کولو کوشش کوى خو حق پېژندلو ته نۀ رسيږى.
اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى.
خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بېضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى.