6 خو ځينى خلقو د دې نه مخ واړولو او ګمراه شول او په عبثو خبرو پسې ګرځېدل
ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. کۀ په هغې کښې يوه بېلارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟
ځکه چې څۀ کونډې ګمراه شوې او د شېطان په لاره روانې دى.
څوک چې د حقيقت نه بېلارې شوى دى او داسې دعوىٰ کوى چې د بيا راژوندى کېدلو وخت خو وشو. او هغوئ د څۀ خلقو ايمان خرابوى.
ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.
ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.
خو د بېوقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بېفائدې دى.