5 خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه، په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.
اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“
ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى.
بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى.
هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.
پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“
په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.
زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى،
کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،
اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،
او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه.
او په کار دى چې هغوئ د ايمان راز په صفا زړۀ قائم وساتى.
زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.
ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
زمونږ دپاره دُعا کوئ ځکه چې زمونږ يقين دے چې زمونږ ضمير پاک دے او زمونږ خواهش دے چې په هر لحاظ د عزت ژوند تېر کړُو.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.