18 اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،
پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو.
په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.
ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟
خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.
تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
د هغه روحانى نعمت نه مۀ بېغوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو.
ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ،
اے تيموتيوسه، د هغه څۀ حفاظت کوه کوم چې تا ته حواله شوے دے. او د هغه عبثو او فضولو خبرو نه لرې اوسه کوم ته چې تش په نامه عِلم وئيل کيږى.
زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.
زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.
زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم.