11 دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.
زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم، ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې، او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.
ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده.
شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
خو د دې قاعدې په خلاف، هغوئ وليدل چې ما ته د غېريهوديانو دپاره د مسيح د زيرى ذمه وارى حواله شوې ده، لکه څنګه چې پطروس ته د يهوديانو دپاره د زيرى ذمه وارى حواله شوې وه.
نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.
ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.
نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
د خُدائ پاک د هغه اِنتظام په مطابق زۀ د جماعت خادِم شوم چې ما ته ستاسو دپاره راکړے شوے دے، د دې دپاره چې زۀ تاسو ته د خُدائ پاک کلام پوره پوره بيان کړم،
بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.
زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.
نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.
اے تيموتيوسه، د هغه څۀ حفاظت کوه کوم چې تا ته حواله شوے دے. او د هغه عبثو او فضولو خبرو نه لرې اوسه کوم ته چې تش په نامه عِلم وئيل کيږى.
د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،
د هغه روحُ القُدس په وسيله چې په مونږ کښې اوسيږى د هغه قيمتى خزانې حفاظت وکړه چې تا ته سپارلے شوې ده.
او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.
په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو.