مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، زۀ به دا لعنت بهر ولېږم، او دا به د غل کور ته او د هغه چا کور ته ورننوځى څوک چې زما په نوم د دروغو قسمونه خورى. دا به په هغه کور کښې پاتې شى او دا به د دې لرګى او کاڼى دواړه په پوره توګه تباه کړى.“
ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى.
دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“