9 ځکه چې خُدائ پاک مونږ د غضب دپاره نۀ يُو مقرر کړى، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصون بيامومو.
هغه چې زما دپاره کومه منصوبه لرى نو هغه به پوره کوى، او هغه زما دپاره ډيرې منصوبې لرى.
خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.
مالِک خُدائ هر څۀ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پېدا کړى دى، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهۍ د ورځې دپاره پېدا کړى دى.
د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“
او پطروس ووئيل چې، ”په زبور کښې دا ليکلى دى چې، د هغۀ کور دې وران شى او داسې څوک دې پاتې نۀ شى چې په هغې کښې اوسى. او د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى.
چې دا خِدمت او رسالت سمبال کړى کوم چې يهوداه پرېښودو او هغه هلته لاړو چرته چې هغۀ ته تلل په کار وو.“
کله چې غېريهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو.
لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېريهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو.
نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،
او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى.
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.
او په دې وجه په ما رحم وشو چې په ما وړومبى ګناه ګار کښې عيسىٰ مسيح خپل لوئ صبر څرګند کړى، او زۀ يې د هغه خلقو دپاره مثال وګرځولم څوک چې به په هغۀ د تل ژوندون دپاره ايمان راوړى.
په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.
مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.
او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.
د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.
ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بېدينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.