6 نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو.
ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى.
زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.
د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“
او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى.
نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.
ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې.
او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“
او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.
خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“
نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو.
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.
يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.
نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.
خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ.
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.
هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو.
خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.
خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.
او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى،
ښځې دې هم دغه شان ادب ناکې وى، غېبت کوونکې دې نۀ وى بلکې پرهيزګارې او په ټولو خبرو کښې دې ايماندارې وى.
نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،
خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه.
او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو،
په زلمو هم دغه شان زور راوړه چې هغوئ دې تقوىٰ دار وى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.
”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“
بېدار شه او څۀ چې پاتې دى، او مړ کېدو ته نزدې دى هغه مضبوط کړه، ستا کارونه هم ما د خپل خُدائ پاک په نظر کښې پوره ونۀ ليدل.