25 اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ.
او اے وروڼو او خوېندو، زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ،
او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.
نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.
او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،
او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.