Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تِسالونيکيان 5:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تِسالونيکيان 5:23
37 Iomraidhean Croise  

نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“


تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.


زما قانون ومنئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“


او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه.


او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.


او اوس زۀ تاسو خُدائ پاک او د هغۀ د فضل کلام ته حواله کوم، هغه کلام ته چې تاسو آبادوى او تاسو ته په هغوئ ټولو کښې ميراث درکوى څوک چې پاک دى.


چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“


خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.


خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.


او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ،


خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.


د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے


مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.


چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بې‌عېبه پاتې شئ.


زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.


او کومې خبرې چې تاسو ما نه زده کړې دى او حاصلې کړې دى او زما نه مو اورېدلې او ليدلې دى په هغې عمل کوئ، نو بيا به د سلامتۍ خُدائ پاک ستاسو مل وى.


خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى،


د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟


زمونږ لاره دې اوس زمونږ خُدائ پاک او پلار او زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله ستاسو په طرف سمه کړى.


نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بې‌عېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.


ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ، يعنې د زناکارۍ نه ځان وساتئ.


د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.


اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.


اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،


ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.


بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.


نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.


تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.


د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.


په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ.


دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.


اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan