دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.
کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى.