19 د روحُ القُدس بل شوے اور مۀ مړ کوئ.
بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“
ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.
ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه، خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.
ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه، او نۀ سېلاب دا وړلے شينه. کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينه خو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه.
خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.
خو کۀ په حاضرو کسانو کښې چا ته د مالِک نه کشف مِلاو شى نو کوم کس چې د اول نه په نبوت کولو لګيا دے هغه دې خاموش شى.
او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.
او د دې ټولو سره د ايمان ډالونه هم پورته کړئ چې د هغې په وسيله به تاسو د شېطان د شغلو ټول غشى مړۀ کړئ.
د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ.
د هغه روحانى نعمت نه مۀ بېغوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو.
په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.
سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيتلحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“