Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تِسالونيکيان 5:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تِسالونيکيان 5:15
39 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“


د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.


کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وى کۀ ناحقه مې دشمن باندې حمله کړې وى،


کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.


داسې مۀ وايه چې، ”د دې بدو انتقام به زۀ په خپله اخلم.“ مالِک خُدائ ته صبر وکړه هغه به ستا بدله واخلى.


هرکله چې ستا دشمن راپرېوځى نو په هغۀ باندې خوشحالى مۀ کوه، او کله چې هغه تيندک وخورى نو په هغۀ باندې خپل زړۀ مۀ خوشحالوه.


داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې ما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، او زۀ به ترې نه خپل بدل واخلم.“


کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه.


د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه.


خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.


خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“


مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.


نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.


د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ.


کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.


په حقيقت کښې په يو بل مقدمه کول ستاسو غلطى ده. آيا دا به ښۀ نۀ وه چې هغه نا اِنصافى مو برداشت کړے وے؟ او يا کۀ چا تاسو له دوکه درکړى وه او په هغې مو صبر کړے وے؟


ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.


نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.


بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.


همېشه عدل او اِنصاف کوونکى اوسئ، نو چې هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ.


تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.


خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.


خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.


او دا په کار نۀ دى چې د مالِک خادِم دې جګړمار وى، بلکې هغه دې د ټولو سره نرمى کوى او هغه دې قابل اُستاذ او صبرناک وى.


د چا بد دې نۀ وائى، بحث مباحثه دې نۀ کوى بلکې نرم مزاج دې وى، او د هر چا سره دې ډېر په ادب خبرې کوى.


ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.


تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.


د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.


د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.


زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.


نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“


خو هغې ما ته ووئيل، ”داسې مۀ کوه، زۀ خو ستا او ستا د وروڼو نبيانو او د دې کِتاب د کلام منونکو، په شان يو خادِم يم. صرف خُدائ پاک ته سجده کوه.“


لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan