13 او د هغوئ د کار په سبب په ډېره مينه د هغوئ ډېر عزت کوئ، او په خپل مينځ کښې په امن و امان ژوند تېروئ.
هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.
مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بېخونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“
دا زما تاسو ته حُکم دے چې د يو بل سره مينه کوئ.
اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.
اګر کۀ زما بيمارۍ تاسو په آزمېښت کښې واچولئ، نۀ خو تاسو زۀ سپک وګڼلم او نۀ مو رانه کرکه وکړه، بلکې زما هرکلے مو لکه د خُدائ پاک د فرښتې او لکه د عيسىٰ مسيح په شان وکړو.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.
پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ.
نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.
او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بېزړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ.
اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.