1 نو اے وروڼو او خوېندو، اوس د هغه وختونو او د موقعو په حقله تاسو ته د څۀ ليکلو حاجت نشته چې دا به کله پېښ شى.
څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“
خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو يو پلار پرې خبر دے.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.
اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم
نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.
خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.
زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.