Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تِسالونيکيان 4:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تِسالونيکيان 4:17
33 Iomraidhean Croise  

خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم.


کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.


او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“


تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.


ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.


خو خُدائ پاک به ما له د قبر نه خلاصون راکړى، ځکه چې هغه به ضرور ما خپل ځان ته راکاږى.


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.


نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“


کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.


او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.


اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.


کله چې هغۀ دا وفرمائيل او هغوئ لا ورته کتل، چې هغه پورته کړے شو او يوه وريځ راغله او هغه يې د هغوئ د سترګو نه پناه کړو.


کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو.


او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو.


آو، مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو.


زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،


نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بې‌عېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.


نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.


نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.


هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو.


خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى.


ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى. آمين.


بيا دوئ يو اوچت آواز د آسمان نه واورېدو چې هغوئ ته يې وئيل چې، ”دلته راشئ.“ او هغوئ په وريځو کښې آسمان ته وختل او دشمنانو هغوئ ته کتل.


د هغې ماشوم پېدا شو چې هلک وو کوم چې به په ټولو قومونو يعنې زورَور حکومت کوى. خو د هغې ماشوم سمدستى خُدائ پاک ته ونيولے شو او د هغۀ تخت ته راوستے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan