7 نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپلو ټولو کړاونو او مصيبتونو باوجود ستاسو د ايمان په وجه تسلى وموندله.
هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.
په دې زمونږ تسلى وشوه او دې تسلۍ سره سره مونږ د تيطوس په خوشحالۍ نور هم خوشحاله شُو ځکه چې ستاسو ټولو په وسيله د هغۀ زړۀ ته تسلى مِلاو شوه.
خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو.
زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے.