Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تِسالونيکيان 3:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تِسالونيکيان 3:4
12 Iomraidhean Croise  

ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.


بيا پولوس او سيلاس په امفيپوليس او په اپولونيه تير شول او تِسالونيکيه ته راغلل چرته چې د يهوديانو عبادتخانه وه.


خو چې د تِسالونيکيه يهوديانو ته دا پته ولګېده چې پولوس په بيريه کښې هم د خُدائ پاک کلام بيانوى نو هغوئ هلته هم راغلل چې ګڼه د هغوئ خلاف ولمسوى او را وې پاروى.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو،


خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بې‌عزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.


ولې تاسو ته ياد نۀ دى چې کله زۀ لا تاسو سره وم نو تاسو ته مې دا خبرې کړې وې؟


ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan