8 مونږ تاسو سره دومره مينه وکړه چې نۀ يواځې د خُدائ پاک زيرے مو تاسو سره شريک کړو بلکې خپل ځانونه مو هم ستاسو دپاره قربان کړل، ځکه چې تاسو په مونږ ډېر ګران وئ.
هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو.
د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے.
وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى.
او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم.
زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
زما ګرانو بچو، زۀ بيا ستاسو دپاره لکه د ماشوم د پېدا کېدو په درد آخته يم، ترڅو چې تاسو د مسيح په شان شوى نۀ يئ.
خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم.
خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.
ځکه چې دلته د هغۀ په شان بل څوک نشته چې په صفا زړۀ ستاسو دپاره فکرمند وى.
نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ.
نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.
تاسو زمونږ د خوږ خادِم اِپفراس نه څوک چې په خِدمت کښې مونږ سره شريک دے زده کړل. هغه د مسيح وفادار خادِم دے، او هغه ستاسو په ځائ زمونږ مدد کوى.
اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.
زۀ پولوس دا خط چې د عيسىٰ مسيح دپاره قېدى يم او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه خپل ګران د خدمت ملګرى فيليمون
د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بېشکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.
په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.