6 او نۀ مونږ د خلقو نه د عزت طمع کوُو، نۀ ستاسو نه، او نۀ د بل چا نه.
په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو.
نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.
دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.
هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“
ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.
زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم.
تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟
څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.
سړے د ښځې د خاطره نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى د خاطره پېدا شوې ده.
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.
ځکه چې مونږ د خپل ځانونو تبليغ نه، بلکې د عيسىٰ مسيح تبليغ کوُو، چې هغه مالِک دے، او خپل ځانونه مونږ د عيسىٰ دپاره ستاسو غلامان کوُو.
ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.
نو مونږ دې بېځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.
ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى.
اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.
هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.