20 آو، هم تاسو زمونږ جلال او خوشحالى يئ.
نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.
نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده.
خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو.
نو کله چې مونږ نور دا برداشت نۀ کړے شو، نو مونږ په اتينيه کښې د يواځې پاتې کېدو فېصله وکړه،