Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تِسالونيکيان 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ځکه چې مونږ ټولو دا غوښتل چې ستاسو خوا له در شُو خو ما پولوس بار بار د راتلو کوشش وکړو خو شېطان زمونږ لار ونيوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تِسالونيکيان 2:18
13 Iomraidhean Croise  

ځکه چې خُدائ پاک بار بار کلام کوى، خو خلق دې ته غوږ نۀ ږدى.


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.


هم دغه وجه ده چې زۀ تاسو ته د بار بار راتلو نه ايسار وم.


زۀ پولوس درته په خپل لاس دا سلام ليکم.


ځکه کله چې زۀ په تِسالونيکيه کښې وم نو تاسو ما ته د يو ځل نه زيات زما د حاجتونو د پوره کولو دپاره مدد رالېږلے وو.


زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.


زۀ پولوس په خپل لاس درته دا سلامونه ليکم او زما په ټولو خطونو کښې د ثبوت دپاره دا زما د ليکلو نښه او طريقه ده.


خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم.


د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan