10 تاسو ګواه يئ او خُدائ پاک هم ګواه دے چې تاسو ايماندارانو سره زمونږ سلوک څنګه د پاکوالى، د صداقت او د بېعېبۍ وو.
ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.
موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“
مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“
کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو.
نو ځکه زۀ نن دا اِعلان کوم چې زما په غاړه د چا د خُون ذمه وارى هم نشته.
په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
دا ولې؟ ځکه چې زۀ تاسو سره مينه نۀ کوم؟ خو خُدائ پاک ته پته ده چې زۀ تاسو سره مينه کوم.
د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.
نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.
مونږ ته په خپلو زړونو کښې ځائ راکړئ. مونږ د هيچا سره بد نۀ دى کړى، مونږ څوک نۀ دى بېلارې کړى، نۀ مو چا سره دوکه کړې ده.
ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو.
ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.
ځکه چې تاسو په خپله خبر يئ چې تاسو ته زمونږ په نقش قدم ژوند تېرول په کار دى او کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ ناراسته نۀ وُو.
هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه.
خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.
او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ.