اول تِسالونيکيان 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو. Faic an caibideil |
زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.