4 اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ.
زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم.
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.
مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.
خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.
تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.