خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو.
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.