يو بل ځل، د بعلسليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وَږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته وفرمائيل چې، ”د پېغمبرانو قبيلې له دا خوراک ورکړه،“
نو هغه د ټولو سړو سره اليشع ته راواپس شو او وې وئيل، ”ګوره، ما ته پته ده چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نو صاحِبه، زما نه تُحفه قبوله کړه.“