Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 9:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 9:27
7 Iomraidhean Croise  

بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى چې


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“


او هغه هلته اودۀ شو. په سحر کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رُخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کوڅې ته لاړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan