26 او هغه هلته اودۀ شو. په سحر کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رُخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کوڅې ته لاړل.
بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.
چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟
پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى.
هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه، راځه چې ځُو.“ خو هغې جواب ورنۀ کړو. نو د هغې لاش يې په خر باندې واچولو او په خپله مخه کور ته روان شو.
کله چې هغوئ د عبادت ځائ نه ښار ته کوز شول، نو هغوئ په چت باندې د ساؤل دپاره د څملاستو ځائ تيار کړو،
کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“