25 کله چې هغوئ د عبادت ځائ نه ښار ته کوز شول، نو هغوئ په چت باندې د ساؤل دپاره د څملاستو ځائ تيار کړو،
يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.
نو خلقو څانګې راوړې او د خپلو کورونو په چتونو، په خپلو صحنونو کښې، د خُدائ پاک د کور په دربار کښې او د اِفرائيم دروازې او د اوبو دروازې سره د جرګې په عوامى ځايونو کښې يې جونګړې جوړې کړې.
زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“
څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ.
کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى.
خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو.
بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو.
کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړدهوال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.
او هغه هلته اودۀ شو. په سحر کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رُخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کوڅې ته لاړل.