Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 9:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 نو د اخلى پخلى والا د ټولو نه ښۀ غوښه راوړه او د ساؤل په مخکښې يې کېښوده. سموئيل ورته وفرمائيل، ”ګوره، دا هغه ټُکړه ده چې ستا دپاره ساتلے شوې وه. دا وخوره. د دې خلقو د رابللو نه مخکښې دا ما ستا دپاره اېښې وه.“ نو ساؤل په هغه ورځ د سموئيل سره روټۍ وخوړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 9:24
6 Iomraidhean Croise  

د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.


کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.


او په هغې کښې د غوښې بوټۍ واچوئ، ټولې ښې بوټۍ لکه ‎پتون او اوږى غوښه په کښې واچوئ. او د هم داسې ښو هډوکو نه يې ډک کړئ،


د دې غوښه ستاسو ده، لکه د دې سينه او د خاص نذرانې وروستنۍ پښه.


سموئيل د اخلى پخلى والا ته وفرمائيل، ”د غوښې هغه ټُکړه راوړه چې ما درکړې وه او درته مې فرمائيلى وُو چې جدا يې کېږده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan