22 بيا سموئيل ساؤل او د هغۀ نوکر يې يوې غټې کوټې ته بوتلل او هغوئ له يې د دسترخوان په سر کښې ځائ ورکړو چرته چې تقريباً ټول دېرش کسان ناست وُو.
يوسف په يو دسترخوان روټۍ ته ناست وو او په بل باندې د هغۀ وروڼه ناست وُو. او چې کومو مِصريانو هلته روټۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې روټۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره روټۍ خوړل حرام ګڼل.
کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو.
ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د بنيامين د قبيلې يم، کومه چې د بنى اِسرائيلو د ټولو نه وړه قبيله وه او په قبيله کښې زما د خاندان اهميت د ټولو نه کم دے. نو بيا، تۀ زما سره داسې خبرې ولې کوې؟“
سموئيل د اخلى پخلى والا ته وفرمائيل، ”د غوښې هغه ټُکړه راوړه چې ما درکړې وه او درته مې فرمائيلى وُو چې جدا يې کېږده.“