Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 9:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 چې کوم خرونه درې ورځې مخکښې ورک شوى وُو، د هغې فکر مۀ کوئ، هغه پېدا شوى دى. خو دا تۀ او ستا د پلار خاندان دے چې د ټولو بنى اِسرائيلو زړۀ ور پورې تړلے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 9:20
11 Iomraidhean Croise  

د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى.


چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.


د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.


ساؤل جواب ورکړو، ”هغۀ مونږ ته ووئيل چې خرونه پېدا شوى دى.“ خو هغۀ خپل ترۀ ته د بادشاه کېدو په حقله ونۀ وئيل چې سموئيل ورته څۀ فرمائيلى وُو.


نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو.


خو کۀ تاسو مالِک خُدائ ته غوږ نۀ نيسئ او د هغۀ د حُکمونو نافرمانى کوئ، نو هغه به ستاسو او ستاسو د بادشاه خِلاف شى.


او کله چې هغه د مرګ په حالت کښې وه، نو چې کومو ښځو د هغې مدد کولو هغوئ ورته ووئيل چې، ”تکړه شه، ستا زوئ پېدا شوے دے.“ خو هغې هيڅ توجو ورنۀ کړه او نۀ يې جواب ورکړو.


خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه، مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو،


او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“


سموئيل ورته وفرمائيل، ”زۀ پېشګوئې ورکوونکے يم. زما نه وړاندې د عبادت ځائ ته روان شئ. تاسو دواړه به نن ما سره روټۍ خورئ. سبا سحر به زۀ تا ته هغه څۀ وښايم چې ستا په زړۀ کښې وى او تاسو به رُخصت کړم.


د قيس يو څو خرونه ورک شول، نو هغۀ ساؤل ته ووئيل، ”د ځان سره يو نوکر بوځه او هغه خرونه ولټوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan