2 د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو.
نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.
نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
او هلته مونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مونږ ته خپل ځانونه داسې معلومېدل لکه چې مُلخان يُو او مونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلو.“
بيا سموئيل د بنيامين د قبيلو خاندان وړاندې راوستلې او د مِطرى خاندان خوښه کړے شو. بيا د مِطرى د خاندان سړى وړاندې راغلل او د قيس زوئ ساؤل خوښ کړے شو. هغوئ هغه ولټولو، خو چې کله يې هغه ونۀ موندلو،
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“
بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.
د قيس يو څو خرونه ورک شول، نو هغۀ ساؤل ته ووئيل، ”د ځان سره يو نوکر بوځه او هغه خرونه ولټوه.“