اول سموئيل 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 ”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“ Faic an caibideil |
نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنمايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.
بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،