15 يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته فرمائيلى وُو،
ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې تا دا هر څۀ په ما، په خپل خِدمت کوونکى نازل کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما د اولاد نه بادشاهان جوړوې.
نو خُدائ پاک به د هغوئ غوږونه کولاو کړى، او د خبردارى په ذريعه به هغوئ يروى،
مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.
يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.
بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو.
ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله
سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.
يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“
مالِک خُدائ به په خپله په سيلا کښې راڅرګندېدو، چرته چې هغه سموئيل ته څرګند شوے وو او د هغۀ سره يې خبرې کړې وې.
نو ساؤل او د هغۀ نوکر هغه ښار ته وختل او کله چې هغوئ ورننوتل نو هغوئ سموئيل وليدو چې په لاره باندې د عبادت ځائ ته د هغوئ په طرف راروان وو.
کله چې د سموئيل نظر په ساؤل پرېوتو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا هغه سړے دے چې د هغۀ په حقله ما درته فرمائيلى وُو. هغه به زما په خلقو بادشاهى کوى.“