1 د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابىاېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.
برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو.
په هغه وخت کښې هلته په سوسه کښې يو يهودى اوسېدو چې نوم يې مردکى وو او هغه د يائير زوئ وو، هغه د بنيامين د قبيلې وو او د قيس او سِمعى د اولاد نه وو.
هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.
بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو.
نو هغوئ منډه کړه او ساؤل يې بهر خلقو ته راوويستلو او هغه د خلقو په مينځ کښې ودرېدو. هغه د ټولو نه لوړ سړے وو.
د ساؤل پلار قيس او د ابنير پلار نير د ابىاېل زامن وُو.
د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابىجيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،