Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 8:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو بيا هغوئ ته غوږ کېږده، خو سخت خبردارے هم ورکړه او هغوئ ته ووايه چې خپل بادشاهان به ورسره څۀ سلوک کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 8:9
10 Iomraidhean Croise  

کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.


کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.


شهزاده به د خلقو نه ميراث نۀ اخلى، هغوئ به د خپل جائيداد نه نۀ شړى. هغه به خپلو زامنو ته د خپل ميراث نه جائيداد ورکوى، تر دې چې زما په خلقو کښې يو هم د خپل جائيداد نه محرومه نۀ شى.“


سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل.


بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى،


چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.


او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په حقله وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو،


چې د کوم وخت نه ما هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، نو هغوئ زما نه اوړېدلى دى او د نورو معبودانو عبادت يې کړے دے، او اوس هغوئ تا سره هغه څۀ کوى چې همېشه يې زما سره کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan