Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 8:7
22 Iomraidhean Croise  

بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“


زۀ به په هغوئ باندې لوئ مصيبت راولم، هغه ټول څيزونه چې دوئ ترې نه يرېدل. ځکه چې کله ما آواز ورکړو، نو هغوئ جواب رانۀ کړو، او چې کله مې ورسره کلام کولو، نو هغوئ اورېدو نه. او زما د سترګو په وړاندې هغوئ قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به يې کول د څۀ چې هغوئ ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“


په هر يو اوؤم کال تاسو هر هغه عبرانى چې خپل ځان يې په تاسو خرڅ کړے دے آزاد کړئ. د شپږ کاله د خِدمت کولو نه وروستو، نو په کار دے چې تاسو هغه آزاد کړئ او رُخصت يې کړئ. خو ستاسو پلار نيکۀ زما خبرو ته نۀ غوږ ونيولو او نۀ يې ورته توجو ورکړه.


هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.


خو د بنى اِسرائيلو قوم نۀ غواړى چې تا ته غوږ ونيسى ځکه چې هغوئ نۀ غواړى چې ما ته غوږ ونيسى، ځکه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ضدى او په زړۀ سخت دے.


په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“


څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.


هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“


خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى.


جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حکمران وى.“


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“


بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى،


خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هغوئ چې څۀ وائى نو هم هغه شان وکړه او هغوئ له يو بادشاه ورکړه.“ بيا سموئيل د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وفرمائيل چې واپس کور ته لاړ شئ.


چې د کوم وخت نه ما هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، نو هغوئ زما نه اوړېدلى دى او د نورو معبودانو عبادت يې کړے دے، او اوس هغوئ تا سره هغه څۀ کوى چې همېشه يې زما سره کړى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan