Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 8:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 8:5
12 Iomraidhean Croise  

د لوړو کاڼو نه زۀ هغوئ ګورم، د غرونو نه زۀ هغوئ وينم. هغوئ هغه خلق دى چې يواځې ژوند تېروى، هغوئ ته پته ده چې دوئ د نورو قومونو نه بختور دى.


بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو.


د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميديانيانو نه بچ کړى يُو.“


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“


نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو.


تاسو ته پته ده چې دا د غنمو د لَو وخت دے چې دا د باران موسم نۀ وى خو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او هغه به تندر او باران راولېږى. کله چې داسې وشى نو تاسو ته به پته ولګى چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف يوه لويه ګناه کړې ده کله چې تاسو د هغۀ نه يو بادشاه وغوښتو.“


او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپين‌ږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.


چې کوم خرونه درې ورځې مخکښې ورک شوى وُو، د هغې فکر مۀ کوئ، هغه پېدا شوى دى. خو دا تۀ او ستا د پلار خاندان دے چې د ټولو بنى اِسرائيلو زړۀ ور پورې تړلے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan