4 نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل،
ابنير د بنى اِسرائيلو مشرانو له لاړو او ورته يې ووئيل، ”د ډېر وخت نه تاسو غوښتل چې داؤد ستاسو بادشاه شى.
نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.
لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول.
په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه.
د يبيس مشرانو ووئيل، ”مونږ له اووۀ ورځې راکړئ چې مونږ د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته پېغام وړُونکى ولېږُو. کۀ مونږ هيچا هم بچ نۀ کړُو، نو مونږ به تاسو ته حواله شُو.“
بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه هم جوړه کړې وه.
نو سموئيل هغه خلقو ته چا چې بادشاه غوښتو هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو.