Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 8:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 8:3
18 Iomraidhean Croise  

او هغۀ به دا هم وئيل، ”دا به څومره ښۀ وے چې زۀ قاضى مقرر کړے شوے وے. کۀ بيا د چا لانجه يا دعوىٰ وے نو هغه به ما له راتلے او ما به اِنصاف ورکولے.“


د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران او څوک چې د بې‌ګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى. نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.


په ناپاکه منصوبو د هغوئ لاسونه سخا دى، د رشوت نه ډک هر وخت د هغوئ لاسونه دى.


د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.


چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې‌اِنصافى مۀ کوئ.


رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى.


او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بې‌معنې دى.


ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى.


خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.


چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى.


ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.


او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپين‌ږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.


زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan