22 مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هغوئ چې څۀ وائى نو هم هغه شان وکړه او هغوئ له يو بادشاه ورکړه.“ بيا سموئيل د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وفرمائيل چې واپس کور ته لاړ شئ.
ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى.
او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.
د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابىاېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.