19 خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه، مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو،
خو د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ تابعدارى نۀ کوله او منسى هغوئ د هغې نه هم لويو ګناهونو کولو طرف ته بوتلل چې کوم هغه قومونو کړى وُو چې مالِک خُدائ هغوئ د هغه مُلک نه شړلى وُو چې په کوم وخت کښې د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.
خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.
نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.
زۀ به په هغوئ باندې لوئ مصيبت راولم، هغه ټول څيزونه چې دوئ ترې نه يرېدل. ځکه چې کله ما آواز ورکړو، نو هغوئ جواب رانۀ کړو، او چې کله مې ورسره کلام کولو، نو هغوئ اورېدو نه. او زما د سترګو په وړاندې هغوئ قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به يې کول د څۀ چې هغوئ ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“
”کومه خبره چې تا مونږ ته د مالِک خُدائ په نوم وکړه هغې ته به مونږ غوږ نۀ نيسو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے.
خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.