18 کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“
هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اېښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“
ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟
چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟
د بچ کولو يې څوک نۀ وُو هغوئ وکړل د مدد دپاره فريادونه، دوئ وکړو سوال مالِک خُدائ ته خو هغۀ ورنۀ کړو جواب.
کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.
کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.
واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.
هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بېحوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى
نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“
بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى.
خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.
هغه به ستاسو د رَمې لسمه برخه اخلى. او تاسو به په خپله د هغۀ نوکران شئ.