17 هغه به ستاسو د رَمې لسمه برخه اخلى. او تاسو به په خپله د هغۀ نوکران شئ.
”ستا پلار سليمان په مونږ باندې درانۀ بوجونه کېښودل. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق يُو.“
او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِکصِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“
جوليت ودرېدو او د بنى اِسرائيلو لښکر ته يې چغه وکړه چې، ”تاسو هلته څۀ کوئ، د جنګ دپاره مو صفونه ولې جوړ کړى دى؟ زۀ فلستىے نۀ يم او تاسو د ساؤل نوکران نۀ يئ؟ يو سړے خوښ کړئ چې دلته راشى او زما سره جنګ وکړى.
هغه به ستاسو نوکران او ستاسو ښۀ څاروى او خرونه واخلى او کار به ترې نه اخلى.
کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“