Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 8:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 سموئيل ورته وفرمائيل، ”ستاسو بادشاه به تاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د آسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 8:11
14 Iomraidhean Croise  

د هغې نه پس، ابى‌سلوم د ځان دپاره ګاډۍ او آسونه تيار کړل او پنځوسو محافظانو به د دې نه مخکښې منډې وهلې.


چې ابى‌سلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى.


سليمان د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولسو زرو په آسونو سوارو فوجيانو يو لوئ لښکر جوړ کړو. هغۀ څۀ په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې دېره کړل.


نو زلمو ورته ووئيل، ”څوک چې آسان ژوند غواړى نو هغوئ ته ووايه چې، زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه غټه ده.


”ستا پلار سليمان په مونږ باندې درانۀ بوجونه کېښودل. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق يُو.“


د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو.


د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.


سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل.


چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.


نو هغۀ خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”د بنيامين سړو غوږ ونيسئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې داؤد به تاسو ټولو له پټى او د انګورو باغونه درکړى؟ او د خپل لښکر آفسران به مو جوړ کړى؟


نو بيا هغوئ ته غوږ کېږده، خو سخت خبردارے هم ورکړه او هغوئ ته ووايه چې خپل بادشاهان به ورسره څۀ سلوک کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan