10 نو سموئيل هغه خلقو ته چا چې بادشاه غوښتو هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو.
کله چې يرمياه د مالِک خُدائ د دوئ د خُدائ پاک هغه پېغام بيانول ټولو خلقو ته ختم کړو کوم يې چې دوئ ته رالېږلے وو،
سموئيل ورته وفرمائيل، ”ستاسو بادشاه به تاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د آسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى.
نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل،