1 کله چې سموئيل بوډا شو، هغۀ خپل زامن د بنى اِسرائيلو قاضيان جوړ کړل.
ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل، هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حننياه وُو. حننياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو.
زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.
د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.
د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،
ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ.
او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپينږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.