اول سموئيل 7:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده. Faic an caibideil |
هغه جينکو ووئيل، ”آو، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. کۀ تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربانګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“